په ۲۰۲۳م کال کې د چين د موټرونو د توليد او خرڅلاو اندازه له ۳۰ ميليونو پورته وه
CMG2024/01/12 10:22:41
شريکول:

د چين د موټرونو صنعتي ټولنې د جنورۍ په ۱۱مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ۲۰۲۳م کال کې د دغه هېواد د موټرونو د توليد او خرڅلاو اندازه په لومړي ځل له ۳۰ ميليونو څخه اوښتې او نوی تاریخي ريکاډ يې جوړ کړی دی.

د چين د موټرو تصديو په ۲۰۲۳م کال کې ۴ ميليونه او ۹۱۰ زره موټرونه صادر کړي، چې ښايي په دې سره، چين په نړۍ کې د موټر د صادروونکو هېوادونو په ليکه کې مخکښ ځای خپل کړی وي.

چين په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ د موټرونو صادروونکو هېوادونو کې دوهم ځای نيولی و.

چين په لومړي ځل ۱۹۵۶م کال کې موټر جوړ کړی او د موټرونو صنعت يې له ۱۹۵۳م کال څخه را په دېخوا ډېر پرمختګ کړی دی.

 په ۲۰۰۹م کال کې د چين د موټرونو د توليد او خرڅلاو اندازه په لومړي ځل له ۱۰ ميليونو څخه زياته شوه، چې دغه شمېر د امريکا د موټرونو په پرتله هم زيات دی او په نړۍ کې د موټرونو د توليد او خرڅلاو تر ټولو لوی هېواد ګرځيدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په تېرو ۱۵ کلونو کې د چين د موټرونو د توليد او خرڅلاو اندازې په نړۍ کې مخکښ ځای خپل کړی دی.