امریکې او بریتانيې په یمن کې پر حوثي وسله والې ډلې هوايي بریدونه کړي
CMG2024/01/12 10:57:15
شريکول:

چين ميډيا ګروپ خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو د جنورۍ د ۱۲مې نېټې په سهار په یمن کې د حوثي وسله والو ډلې تر کنټرول لاندې ډیری ځایونه بمبار کړي دي.

امريکايي چارواکو د روانې میاشتې په ۱۱مې نېټې ويلي، چې امريکايي او بريتانوي ځواکونو په يمن کې د حوثي وسله والو پر څو موخو بريدونه پيل کړي دي.

خلکو د يمن په پلازمینې صنعا او حدیده ښار کې هم د چاودنو غږونه اوریدلي دي.

په سور سمندر کې پر نړیوالو کښتیو د حوثي وسله والو ډلې له بریدونو او برمته نېونې وروسته، دا لومړی ځل دی، چې امریکې او بریتانیې پرحوثي وسله والو ډلې بریدونه کړي دي.

د يمن د حوثي وسله والې ډلې مشر عبدالمالک حوثي د روانې میاشتې په ۱۱مې نېټې ويلي، چې د امريکا هر ډول بريد ته به سخت ځواب ورکړي.