د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د جنورۍ په ۱۱مې نېټې د امريکا د تېلو بيړۍ نېولې ده.
خبر وايي، د ایران سمندري ځواکونو دغه بېړۍ د امريکې د تېلو د غلا په غبرګون کې نېولې ده.
د ايران د بندرونو او سمندري چارو ادارې ويلي، چې ايراني ځواکونو د دغه هېواد د عدليې وزارت په حکم ياده بېړۍ نېولې ده.
دغه بېړۍ، پخوا د سويز راجان په نوم يادېده او تېر کال يې د امريکا په امر د ايران تېل غلا او امريکايي لوري ته يې سپارلي وو.