د افغانستان کورنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۱مې نېټې په پلازمينې کابل کې د يوې چاودنې خبر ورکړی، چې له امله يې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کابل د امنيې قومندانۍ وياند وياند خالد ځدراڼ خبري رسنيو ته ويلي، چې چاودنه د کابل د ۱۸مې ناحيې په يوه مارکېټ کې شوې ده.
ځدراڼ ويلي، پوليس د پېښې ځای ته رسيدلي او د چادونې د نوعيت په اړه پلټنې کوي.
تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړې نه ده اخيستې.
د یو بل خبر له مخې، په همدې ورځ د افغانستان په شمال کې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هم يوه چاودنه شوې، خو د مرګژوبلې په اړه يې کره مالومات نه دي ورکړل شوي.