د چين بهرنیو چارو وزیر په رسمي سفر افريقا ته ځي
CMG2024/01/12 14:53:27
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۱۱ مې نېټې په مطبوعاتي غونډې کې خبر ورکړی، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او بهرنيو چارو وزیر وانګ يي به د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له ۱۳ مې نېټې څخه تر ۱۸ مې نېټې پورې مصر، تونيس، توګو او کوته ديوا ته رسمي سفر وکړي.

د ماو نينګ په وينا، د چين بهرنيو چارو وزير له تېرو ۳۴ کالونو راهيسې، د هر کال په پيل کې افريقا ته سفر کوي.

وانګ يي به د افریقا تر سفر وروسته د همدې مياشتې په ۱۸ مې نېټې برازیل او جامايکا ته پنځه ورځنی سفر ولري.

ماو نينګ افريقا ته د وانګ يي د سفر هدف د چين او افريقا د مشرانو ډيالوګ د هوکړو عملي کولو ته وده ورکول، د چين او افريقا د همکارۍ فورم د نوې دورې غونډې په اړه له افريقايي لوري سره مشورې کول او د خپلمنځي لرغونې دوستۍ او همکاريو ټینګېدل ښودلي دي.