د روسيې د اټومي انرژۍ ملي شرکت (Rosatom) د جنورۍ په ۱۰مې نېټې يوې اعلامیې کې ويلي، چې په تېر ۲۰۲۳م کال کې د دغه هېواد له شمالي سمندري لارې د لېږدول شويو توکو حجم له ۳۶ ميليونه ټنو څخه اوښتی و، چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله (۳۴.۱۱۷ ميليونه ټنه) ډېروالی ښيي.
د روسيې د اټومي انرژۍ ملي شرکت مشر الکسي لیکاچیف ويلي، پروسږ کال روسیې له شمالي سمندري لارې ۳۶.۲۵۴ ميلیونه ټنه توکي لیږدولي، چې دغه رقم تر ټاکلي هدف ۲۵۰ زره ټنه زياتوالی ښيي.
نوموړي ويلي، د روسيې پر شمالي سمندري لارې په ليږدول شويو توکو کې څه باندې نيمه برخه طبیعي ګاز و.
(ژباړه: شکريه)