چین: پر حوثي وسلوالې ډلې د امریکې او بریتانیې بریدونه د دوی د موخو د عملي کېدو لپاره ګټور نه دي
CMG2024/01/13 12:08:54
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جنورۍ په ۱۲مه د روسیې په غوښتنې د سور سمندر وضعیت په اړه یوه بېړنۍ غونډه ترسره کړه. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون وویل، پر حوثي وسلوالې ډلې د امریکې او بریتانیې بریدونه د دوی د موخو د عملي کېدو لپاره ګټور نه دي.

جانګ جون وویل، سور سمندر د توکو او انرژۍ د حمل و نقل مهمه لار ده. چین څو ځلې له حوثي وسلوالې ډلې وغوښتل، چې پر سوداګریزې بېړیو بریدونه پای ته ورسوي، بېجینګ په عین وخت کې پر بېلا بېلو خواوو، په تېره بیا پر لویو هېوادونو غږ  کړی، چې په سور سمندر کې د بېړیو تګ راتګ د امنیت ساتلو لپاره په ګډه اغېزمن کوښښونه وکړي. خو د افسوس  خبره دا ده، چې پر یمن د ځينو هېوادونو د نامسئولانه پوځي عملیاتو له امله نه یوازې ملکي وګړیو ته مرګژوبلې  اوښتي، بلکې د سور سمندر سیمې ته امنیتي ګواښ زیات شوی دی. دغه شان پوځي عملیات ښايي د یمن سیاسي جریان ته  زیان واړوي.

(هیله)