د مصر د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۲مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د منځني ختيځ له هېوادونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د دې سیمې د ترینګلي وضعیت د ارامولو او په سور سمندر کې د بېړیو تګ راتګ خوندیتوب د ساتلو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.
په یاده اعلامیه کې د سور سمندر په سیمه کې د پوځي عملیاتو د سختېدو حالت او د یمن پر ځینو سیمو بمبارۍ هم یادې شوې.
امریکې او بریتانیې د همدې ورځې په سهاروختي په ګډه په یمن کې د حوثي وسله والې ډلې پر اهدافو بمبارۍ وکړې. حوثي وسله والې ډلې ځواب ورکړ، چې امریکا او بریتانیا به د دغې بمبارۍ له امله زیاتې بیې پرې کړي.
(هیله)