چین څو ورځې مخکې د ۲۰۲۴ کال د تعرفې تنظیم لایحه خپره کړه، چې له مخې يې پر ۱۰۱۰ ډوله تولیداتو د تعرفوي امتیازاتو حق لرونکو هېوادونو په پرتله نوره ټيټه لنډمهالې وارداتي تعرفې غوره کړي او حتی پر ځينو تولیداتو یې د صفر تعرفې تګلاره غوره کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جنورۍ په ۱۲مه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې چین د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې تر ګډون وروسته نه یوازې د تعرفې د ټيټېدو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي، بلکې د ازادې سوداګرۍ او ورخلاصون او پرانیستې سویې يې نورې لوړې کړي دي. چین د ۲۰۲۴ لپاره د تعرفې تنظیم لایحه خپره کړه، ازادې سوداګرۍ یې پرمخبېولې او د بهرنۍ سوداګرۍ زمینه یې نوره ښه کړې، چې له دې نه د یو لوی هېواد په توګه له نړۍ سره د ګټور فرصت د شریکولو په اړه د چین مسئولانه رویه ښکاري.
(هیله)