د چين او افغانستان د ځوانانو تر منځ د نظريو تبادلې ناسته تر سره شوه
CMG2024/01/13 15:29:17
شريکول:

د چين او افغانستان تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د ۶۹مې کليزې په درشل کې د چين د CGTN پښتو څانګې د جنورۍ په ۱۲مې په بېجينګ کې د دواړو هېوادونو د ځوانانو تر منځ د نظريو تبادلې  ناسته تر سره کړه. د چين د ګو ګوان تينک تانک (Think Tank)، د چين د علومو اکاډمۍ د لويديځې اسيا او افريقا د څېړنې انسټيټيوټ، د چين د رسنيو پوهنتون، د ډيپلوماتيکو چارو اکاډمۍ، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نړيوالو ستراتيژيو د څيړنې انسټيټيوټ په شمول له ځينو څانګو څخه راغلو د افغانستان د مسئلې په هکله کارپوهانو او د چين په ځينو پوهنتونونو کې د افغانستان ډاکټرانو او ماسټرانو په دې سالون کې ګډون درلود.

د چين کارپوهانو په دې  غونډه کې  وویل، چې چين او افغانستان د ګاونډيو هېوادونو او له ګډ برخليک ټولنې اړيکې لري. یوه سوله ، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لرونکی افغانستان د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري او د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده. چين او افغانستان دې په سوله کې ګډ ژوند وکړي، د ګاونډيتوب او دوستۍ اړیکې دې ټينګې کړي، دغه راز دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د راتلونکي پرمختګ لپاره دې ګډې هلې ځلې وکړي.

د چين د علومو اکاډمۍ د لويديځې اسيا او افريقا د څېړنې انسټيټيوټ فارع شوې پوست ډاکټرې چانګ هونګ وويل، چې چين او افغانستان د راتلونکې همکارۍ لپاره پراخې  زمینې لري. چين  بهافغانستان ته تر وسې پورې بشري مرستې برابرې کړي، دواړه خواوې دې د اقتصاد او تجارت، کرهنيزو چارو، د ښوونې، ساينس او تېکنالوژۍ، د طبي چارو او فرهنګ په شمول ساحو کې همکارۍ  پرمخبیايي ، تر څو په افغانستان کې ژر تر ژره په خپله د پرمختګ لاره وموندل شي. چين هرکلی کوي، چې افغانستان د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په بهير کې ګډون وکړي، د سيمه ايز اقتصاد د نښلولو په ترڅ کې د افغانستان د ګډون کولو پلوي کوي او د پرمختګ لاسته راوړنې شريکوي. په اقتصادي، فرهنګي او ښوونيزو چارو کې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ تګ راتګ به د دواړو هېوادونو د متقابل باور د ټينګښت لپاره اغيزمن وي.

د افغانستان ځوان کار پوهان دا نظر لري، چې چين تل د افغانستان د خلکو درناوی کوي، هېڅکله یې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او نه یې هم کوي.چين په لسګونو کلونو کې چټک پرمختګ کړی دی، افغانستان تازه له جګړېڅخه راوتلی دی او په  اقتصادي بيا رغونې يې پيل کړی. د چين د پرمختګ تجربې د افغانستان د بيا رغونې لپاره د زده کولو اهميت لري او د چين پرمختګ به هم افغانستان ته زيات فرصتونه ورسوي. د افغانستان ځوانو کارپوهانو د خپل هېواد د طبيعي سرچينو، معدني توليداتو د حالت له مخې هېله څرګنده کړه، چې چين د صنعت، کرهنيزو چارو، اقتصاد او تجارت، تعليم او طبي چارو په شمول ساحو کې له افغانستان سره کومک وکړي.

د افغانستان د لغمان پوهنتون استاد او د تيان جين پوهنتون ډاکټر عبدالله حکيم هوتک  وویل، چې چين د سړکونو، اوسپنيزو چارو او بندرونو په ګډون د مهمو بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په چارو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. افغانستان د چين د پرمختګ له لارو څخه تجربې واخلي او له چين سره همکارۍ وکړي، د چين د پراخو بازارونو او بشپړ ترانسپورټي سيستم په تکيه د پرمختګ فرصتونه ومومي.

د چين او افغانستان ځوانو کارپوهانو د تعليم،  میډیا او فرهنګ په شمول د موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړې. دواړو خواوو څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به د چين او افغانستان تر منځ د دوستۍ او نژديوالي لپاره هلې ځلې وکړي. د چين د پسرلني اختر د ژر رارسېدو په وخت کې د افغانستان ځوانانو کارپوهانو د چين د نېکمرغۍ (فو) کلمې د ليکلو زده کړه  وکړه، چې د چين عنعنوي فرهنګ يې احساس کړ.