چين له غزې تړانګې څخه د ملکي وګړيو د جبري انتقال مخالفت کوي
CMG2024/01/13 12:49:11
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د الجزاير په غوښتنه د جنورۍ په ۱۲مه له غزې تړانګې څخه د ملکي وګړو د جبري انتقال په شمول د ځینو مسئلو په هکله یوه پرانيستې غونډه تر سره کړه.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون په دغه غونډه کې  وویل، چې نړیواله ټولنه بايد له خپلو کورونو څخه د فلسطين د ملکي وګړيو د جبري انتقال مخالفت وکړي، د بشري مصيبتونو د ارامولو لپاره هر ډول تدبيرونه ونيسي او په غزې تړانګې کې اوربند دې تر ټولو بيړنۍ او اصلي دنده وګڼي.

چين دا نظر لري، چې سمدستي اوربند د نړيوالې ټولنې لومړۍ غوښتنه ګرځېدلې ده، خو د ملګرو ملتونو په دايمي شورا کې يوه غړي په مختلفو پلمو د امنيت شورا له ګډې نظريې څخه انکار کړی، چې دغه کړنه د نړيوال انصاف، عدالت او د امنيت شورا له صلاحيت څخه ښکاره سرغړونه ده.