شي جين پينګ د بلژيک له ولسمشر الکساندر دیکرو سره وکتل
CMG2024/01/13 11:55:46
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۲مه د خلکو په لوی تالار کې د بلژیک له ولسمشر الکساندر دیکرو سره وکتل. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، په داسې حال کې چې نړیوال وضعیت د ترینګلتیا په حال کې دی، چین او اروپا باید خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې چین او بلژيک د سوداګرۍ ساتنې ضد د مقابلې او د ازادې سوداګرۍ د ساتنې په برخو کې ګډې ګټې لري. چین د ښاغلي الکساندر دیکرو هغه څرګندونه ستايي، چې له چین سره له تش په نوم  پرېکون غوښتنې مخالفت کوي او د بلژيک تصدیو هرکلی کوي، چې چین کې پانګونې وکړي. چین غواړي د څواړخیزم په چوکاټ کې له بلژيک سره د نظریو تبادلې زیاتې کړي او د اقلیمي بدلون ضد  مبارزې او د بیلوژيکي تنوع د ساتنې په شمول ځينو برخو کې له بلژيک سره همکارۍ وکړي.

شي جين پينګ زیاته کړه، چې چین غواړي په نوي کال کې له اروپا سره خپلمنځي اړیکې نورې تينګې کړي. هغه هیله وښوده، چې بلژيک د اروپايي ټولنې د رئیسه هېواد په توګه فعال رول ولوبوي.

ولسمشر الکساندر دیکرو وویل، د بلژيک او چین دوستانه اړیکې له اوږدې مودې راهیسې غځېدلي. بلژيک به په دوامداره توګه د یو چین پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي او غواړي د سیاست او اقتصاد په شمول ځينو برخو کې له چین سره خپلمنځي همکارۍ نورې ژورې کړي.