د ۲۰۲۴م کال لپاره د چیني شکله ديپلوماسۍ نوی پيل
CMG2024/01/13 14:59:45
شريکول:

د روان کال په پيل کې  د جمهوریت ولسمشر محمد مویزو چين ته رسمي سفر وکړ او له دې سره په ۲۰۲۴ کال کې د چیني شکله ديپلوماسۍ نوی فصل پرانیستل شو. په نوي کال کې به چین د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو ترويج ته دوام ورکړي او د نړیوالې سولې د ساتلو او د ګډ پرمختګ د پرمخبېولو لپاره به نوي خدمتونه وکړي.

په یوه ناکراره او بې  ثابته نړۍ کې سوله او ثبات د ټولو هېوادونو د خلکو ګډ ارمان دی. چيني شکله ډيپلوماسي به د نړۍ د سولې د ټينګښت او د ګډ امنيت د تر لاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي. په تېر کال کې چين د «اوکراين د کړکېچ د سياسي حل په اړه د چين دريځ» تر سرليک لاندې يو سند خپور کړ، چې په پرله پسې توګه د جګړې د پای ته رسېدو او سوله ییزو خبرو اترو لپاره یې شرايط برابر کړي دي. د چين په منځګړيتوب سره د سعودي عربستان او ايران ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې بيا ټينګې شوې. بر سېره پر دې، چین په افغانستان کې د ټولشموله حکومتولۍ او د سوله ييزې بيارغونې ملاتړ کړی او د کوريا ټاپووزمې او د ایران د اټومي مسئلې د سياسي حل  لپاره  يې په پرله پسې توګه هڅونې کړي  دي . چين تل له سولې ټینګ ملاتړ کوي، چې د نړیوالې سولې او ارامۍ د ساتلو لپاره يو مهم رغنده ځواک دی.

د نوي کال په پیل کې، د فلسطین او اسرائیل د جګړې منفي اغیزې  ښکاره شوي، د کوریا په ټاپووزمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او په نړۍ کې امنیتي وضعیت  ترینګلی دی. چین به د نړيوالو امنيتي ننګونو په وړاندې په هراړخیزه توګه نړيوال امنيتي وړاندیز پلی کړي، په عادلانه او فعاله توګه به سوله ییزو خبرو اترو ته وده ورکړي، د نړيوالو او سيمه ييزو ګرمو مسئلو په حلولو کې به رغنده رول ولوبوي او لا زياتې چيني لایحې به وړاندې کړي.

د امريکا د کوهن صندوق مشر رابرټ لارنس کوهن وويل چې اوس نړيوال حالات کړکېچن دي او چين په څرګنده توګه ويلي چې له نړيوالې ټولنې سره به د نړیوالې سولې د ساتلو او د انسانانو د هوساينۍ لپاره ګډ کوښښ وکړي، دا د نړۍ لپاره ډېر مهم دی. د سلواک لومړي وزير رابرټ فيزو په خپله ټولنيزه رسنۍ کې وويل چې چين د نړيوال امنيت ساتلو لپاره ثابت عامل دی.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د یو راپور په خپرولو سره وړاندوینه  وکړه  چې په ۲۰۲۴ کال کې به د نړۍ اقتصادي وضعیت لا هم خوشبین نه وي او د ودې کچه به په ۲۰۲۳ کال کې له۲،۷ سلنې څخه ۲،۴ سلنې ته راټيټه شي. د جاپان مینيچي شیمبون ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره ويلي چې د همکارۍ  عادي کول په نوي کال کې د نړۍ ترټولو مهم کار دی. چين به د نړيوال پرمختګ وړاندیز ته وده ورکړي او د نړيوال پرمختګ او همکارۍ په برخه کې به پانګونه زياته کړي.  د جاپان د هوسي پوهنتون استاد جاو هونګ وی وويل، نړۍ هيله لري چې چين د خپل پرمختګ په ترڅ کې په بېلا بېلو ساحو کې له نړۍ سره د پام وړ مرستې وکړي.

‎ په داسې حال کې چې نړیوال وضعیت ترینګلی دی، چين پر څو اړخيزم ټینگار کوي، د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د جوړولو هڅونه کوي، د نړيوالو اړيکو ډيموکراسۍ ته وده ورکوي او د نړيوالې حکومتوالۍ په عادلانه او معقول لوري کې پرمختګ کوي.

که څه هم نړۍ له سترو بدلونونو سره مخامخ ده، خو د بشر د پرمختګ عمومي لور به نه بدلیږي. په نوي کال کې به د چين ډيپلوماسي د نړۍ له پرمختګ سره د چين د پرمختګ پر يو ځای کولو، د چين او د نړۍ د خلکو د ګټو د يو ځای کولو او له نورو هېوادونو سره له ننګونو سره د مقابلې لپاره  خدمتونه  وکړي او نړۍ د ښه او روښانه راتلونکي په لور وهڅوي.