د تایوان سیمې مشر د ټاکنې نتیجې په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت څرګندونه
CMG2024/01/14 11:32:06
شريکول:

د تایوان سیمې د مشر ټاکنې پای ته ورسېدلې. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جنورۍ د ۱۳مې نېټې په یوه خبري ناسته کې د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، د چین دولتي شورا د تایوان چارو د دفتر ویاند د دې ټاکنې نتیجې ته غبرګون کړی دی، چې د تایوان مسئله د چین کورنۍ چارې دي. پروا نشته چې د تایوان ټاپو په دننه کې حالت څنګه بدلېږي، په نړۍ کې یوازې یو چین موجود دی، تایوان د چین یوه نه جلا کېدونکې برخه ده. د چین حکومت د یو چین پېژندنه ټينګوي او له خپل هېواد څخه د تایوان له بېلېدو سره د مخالفت دریځ نه بدلېږي.

چین باور لري چې نړیواله ټولنه به په دوامداره توګه د یو چین د پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي او د خپل هېواد د یووالي لپاره به د چینایانو له کوښښونو ملاتړ وکړي.

(هیله)