بېجینګ: د تایوان سیمې مشر د ټاکنې نتیجې په اړه د واشنګټن اعلامیه د یو چین پېژندنې له اصل سره ټکر کوي
cmg2024/01/14 17:33:59
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جنورۍ په ۱۴مه د تایوان سیمې مشر د ټاکنې نتیجې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اړه وویل، د واشنګټن دغه عمل د یو چین  پېژندنې له اصل او د چین او امریکا له درېیو ګډو اعلامیو سره ټکر کوي، د واشنګټن له هغې سیاسي ژمنې سره سرغړونه ده چې له تایوان سره یوازې کلتوري، سوداګریزې او نورې غیرحکومتي اړیکې ټينګوي. دغه عمل یې له چین څخه د تایوان د جلا کېدو غوښتونکو ته ناسمه نښه ورکړې او چین ورسره کلک مخالفت کوي.

د تایوان مسئله د چین له کلیدي ګټو سره تړاو لري او د چین او امریکا په اړیکو کې نه تېرېدونکې سره کرښه هم ده. د یو چین پېژندنې اصل د چین او امریکا د اړیکو سیاسي بنسټ دی. واشنګټن باید خپلې ژمنې جدي پوره کړي چې له چین څخه د تایوان له جلا کېدو نه ملاتړ کوي او د تایوان مسئلې په پار د چین مخه نه نیسي.