د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ لامل څه دی؟
CMG2024/01/14 14:54:13
شريکول:

په وروستيو کې بهرنيو خبري رسنيو د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په هکله خبرونه ورکړي چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو زياتوالی له اټکل څخه وتلی دی. د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جنورۍ په دوولسمه نېټه دغه ټکی ثابت کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۴۱۷۶۰ ميليارد يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه دوه زياتوالی ښودلی او له دې کبله ښايي چين په مسلسلو اوو کلونو کې د مالونو د نړيوالې سوداګرۍ لومړی هېواد وګرځي.

له يادې شمېرنې څخه ښکاري چې د چين بهرنۍ سوداګري ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې ده.

د نړيوالې سوداګرۍ اوسني حالت ته په کتو سره يادې لاسته راوړنې د چين لپاره اسان کار نه دی. څرنګه چې اوس مهال نړيواله اقتصادي سمسورتيا کمزورې شوې، د سوداګرۍ غوښتونکي بيا د ډېرېدو په حال کې دي، جيوپوليتیک شخړې دوام لري او د نړۍ د عمده وو اقتصادونو بهرنۍ سوداګري تر زياتې اندازې پورې ټيټه شوې ده.د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ د غونډې راپور د اټکل له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د مالونو نړيوال سوداګريز ارزښت په سلو کې اووه اعشاريه پنځه کم شوی دی. د دې حالت پر وړاندې د چين وارداتي ارزښت له اټکل څخه وتلی چې همدا د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټوره ده.

صادراتي حالت ته په کتو سره د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اټکل له مخې د ۲۰۲۳ کال په نړيوال بازار کې د چین صادراتي ارزښت په سلو کې څوارلس برخه نيولې او په نړۍ کې يې د تر ټولو لوی توليدي هېواد په توګه خپل غوره والی ساتلی دی. تېر کال د  ۲۳۷۷۰ ميليارد يوانو له صادراتي ارزښت څخه د توليدي چارو په اړه د توليداتو ۲۳۵۱۰ ميليارد يوانو ته رسېدلی چې په دې جمله کې د تجهيزاتو صادرات په سلو کې ۲ اعشاریه اته زياتوالی ښودلی او د عمومي صادراتي ارزښت په سلو کې شپېته برخه نيسي. په تېره بيا د بېړيو او موټرو صادرات په نړۍ کې د پام وړ ګرځېدلی دی.

د نوي کال په پيل کې د اې دا مودو نمبر په نوم لومړی کروز سياحتی کښتۍ له شانګهای څخه حرکت وکړ او خپل لومړی سوداکريز سفر يې پيل وکړ. اوس د چين له خوا د جوړ شويو بېړيو اندازه، د تر لاسه شويو نويو سپارښتنو اندازه او د ساتل شويو سپارښتنو اندازه ټول په نړۍ کې مخکنی مقام نيولی دی. د چين د موټرو صنعت د شمېرنې له مخې تېر کال ښايي د چين د موټرو صادراتي اندازه د جاپان په پرتله زياته شوې او په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی. سربېره پردې د برقي موټرو، ليتيم بيټرۍ او د سولر بيټرۍ صادرات په لومړي ځل له زر ميليارډه يوانو څخه اوښتي او په سلو کې دېرش زياتوالی يې ښودلی دی. د چين د صادراتي جوړښت له ښه والي څخه څه ښکاري؟

ټولو ته معلومه ده چې د تجهيزاتو د توليدولو برخې ډېرې دي او تخنيکي ارزښت يې هم لوړ دی، نو د اړوندو چارو پياوړي همکاريز توان ته اړتيا ده. شنونکو دې ته اشاره کړې چې د چين بشپړ صنعتي سيستم او د اړوندو چارو پياوړی توان د بېلا بېلو چارو د راغونډېدو لپاره ګټور دی چې همدا نه يوازې د تصديو توليدي لګښت کم کړی بلکې د توليداتو د ښه کېدو لپاره يې زمينه برابره کړې ده. دا هم په وروستيو کې د چين د توليدي چارو د پرمختګ يو مهم لامل شوی دی .

لا مهمه دا ده چې چين د توليداتو د نوښت په لور روان دی چې همدا د بهرنۍ سوداګرۍ د صادراتو لپاره نوی انجين راوړی دی. په ۲۰۲۳ کال کې د چيني تصديو د برنډ لرونکو توليداتو صادرات په سلو کې نهه اعشاريه درې زيات شوي چې دغه رقم د عمومي صادراتي ارزښت د  زياتوالي انډول  په سلو کې يو اعشاريه اووه برخه نيولې ده.د چين د يوه تخنيکي تصدۍ مسؤل ويلی چې د 3D سکينر يې څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او سيمو ته پلورلي دي. چين له نړيوالې فابريکې څخه د نوښت پر هېواد بدل شوی چې نړۍ ته يې نه يوازې توليدات بلکې د همکارۍ فرصتونه هم برابر کړي دي.

د چين د اقتصاد په ښه کېدو سره د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ لپاره ګټور شرایط زيات شوي او د نړيوالې سوداګرۍ او نړيوال اقتصاد لپاره به هم لا زيات ښه خبرونه ور کړل شي.