د توکو د حمل و نقل لپاره د شينجيانګ لومړۍ منظمه نړیواله هوايي کرښه پرانیستل شوه
CMG2024/01/14 15:00:39
شريکول:

د توکو د حمل و نقل لپاره د شينجيانګ لومړۍ منظمه نړیواله هوايي کرښه، د ارومچي او الماتا ترمنځ منظم پرواز د جنورۍ په ۱۳مه نېټه پيل شو. په دغه لومړۍ الوتکه کې د جامو او بوټانو په شمول د خلکو د ژوند د اړتیا وړ توکي بار دي.

د یادې هوايي کرښې په پرانیستلو سره به د شينجيانګ او د منځنۍ اسیا، لوېديځې اسیا د هېوادونو ترمنځ د توکو د وارداتو او صادراتو لپاره یوه چټکه هوايي لار فعاله شي. د پلان له مخې، په هره اوونۍ کې به په کرښه درې پروازونه ترسره کېږي، په هره الوتکه کې به د ۲۰ ټنو په وزن توکي بار وي، دغه راز به د توکو د حمل و نقل کلنۍ اندازه ۳۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

(هیله)