د عراق د پارلمان ۸۸ غړو د جنورۍ په ۱۳مه په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شتون د پای ته رسولو لپاره پارلمان ته يوه مصوبه وړاندې کړه.
د عراق د پارلمان غړي فريح کزالي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، دغه مصوبه د پارلمان د تر ټولو لوی ائتلاف (د همغږۍ چوکاټ ګډې ټولنې) د ۸۸ غړو لخوا لاسليک او وړاندې شوې ده. له دې امله چې امريکايي پوځ په پر له پسې ډول د عراق د اړوند میليشو پر غړو او تاسيساتو بريدونه کړي او د عراق پر ملي حاکميت يې سخت تيری کړی.
په یاده مصوبه کې راغلی، عراق د خپل هېواد او خلکو د ساتنې لپاره کافي وسله وال پوځ او امنيتي ځواکونه لري، نو په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شتون اړتيا نه لري.