د تایوان سیمې مشر د ټاکنې نتیجې په اړه د چین د دولتي شورا د تایوان چارو د دفتر ویاند غبرګون
CMG2024/01/14 11:32:51
شريکول:

د چین د دولتي شورا د تایوان چارو د دفتر ویاند چن بین هوا د جنورۍ د ۱۳مې نېټې په شپه د تایوان سیمې مشر د ټاکنې نتیجې په اړه وویل، تایوان د چین نه جلا کېدونکې برخه ده. د ټاکنې نتیجه به د تایوان تنګې د دواړو غاړو د اړیکو شکل او د پرمختګ لوری نه بدلوي، د هېواد د یووالي تمایل مخه نه شي نیولی.

چن بین هوا وویل، د چین حکومت د تایوان مسئلې د حلولو او د خپل هېواد د یووالۍ د عملي کولو ټينګ هوډ لري. چین له خپل هېواد څخه د تایوان له جلا کېدو او د تایوان په چارو کې له بهرنۍ لاسوهنې سره کلک مخالفت کوي. موږ به د تایوان سیمې د اړوندو ګوندونو، ټولنو او شخصیتونو سره د دواړو غاړو ترمنځ  تبادلې او همکارۍ وهڅوو، د دواړو غاړو د پرمختګ پیوستون او د اړیکو ټينګښت به پرمخ بیايو چې د هېواد یووالی په نږدې وخت کې عملي شي.