لیو جیان چاو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن سره وکتل
CMG2024/01/14 11:24:13
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنیو اړیکو څانګې مشر لیو جیان چاو د جنورۍ په ۱۲مه په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن سره وکتل. دواړو خواوو وویل، چې خپلمنځي دیالوګ او همکارۍ به پياوړې کړي او د چین او امریکا د مشرانو د سانفرانسیسکو د مهمې موافقې او بریالیتوبونو د تطبیق لپاره به هڅې وکړي.

لیو جیان چاو د چین د پاملرنې وړ مسئلو په اړه د خپل هېواد دریځ څرګند کړ او پر دې يې ټينګار وکړ، چې بېجینګ او واشتنګټن باید پر ګډ لوري روان وي او د خپلمنځي اړیکو د ثبات او دوامداره پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

لیو جیان چاو د روانې میاشتې له ۸مې تر ۱۳مې پورې امریکا ته سفر وکړ.