اسرائیل به په غزه کې خپلو نظامي عملیاتو ته دوام ورکړي
CMG2024/01/14 11:35:02
شريکول:

د اسرائیل لومړي وزیر بنجیمن نیتانیاهو د جنورۍ په ۱۳مه د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو په مقر کې وویل، اسرائیل به په غزه کې خپلو نظامي عملیاتو ته دوام ورکړي تر څو حماس پوره له منځه یووړل شي او ټول نیول شوي اسرائیلیان خوشي شي، غزه به په راتلونکي کې اسرائیلو ته هېڅ ګواښ نه رامنځته کوي.

نیتانیاهو وویل، د اسرائیل حکومت به د جنورۍ په ۱۴مه د بودیجې یوه مصوبه وړاندې کړي ترڅو یاد نظامي عملیات دوام ولري.

د فلسطین د غزې ټرانګې د روغتیايي ادارې د تازه شمېرې له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د کړکیچ له پورته کېدو راهیسې، په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د نظامي عملیاتو له امله څه باندې ۲۳،۸ زره کسان وژل شوي او ۶۰ زره تنه ټپیان شوي دي.