شي جين پينګ د سیاسي او قانوني چارو لپاره مهمې لارښوونې وکړې
CMG2024/01/14 16:29:51
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي او قانوني چارو کاري غونډه د جنورۍ په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شوه.

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ په یاده غونډه کې ګډون کړی او د سیاسي او قانوني کارونو لپاره یې مهمې لارښوونې وکړې. هغه وویل، چې سیاسي او قانوني جبهې د چین کمونېست ګوند تر شلم ملي کانګرس وروسته په نوې زمانه کې د چین ځانګړتیا لرونکي سوسیالیستي نظریې زده کړې، د یادې مرکزي کمېټې تګلارې او پرېکړې یې جدي تطبیق کړې او یو لړ نوې لاسته راوړنې یې تر لاسه کړې دي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار وکړ، چې سږ کال د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو له ۷۵ کلیزې سره برابر دی او د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبیق لپاره کلیدی کال دی. سیاسي او قانوني جبهه باید د چین کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د چین شکله د عصري کېدو جریان لپاره ملاتړ او کوښښونه وکړي، باید په کلکه د هېواد امنیت او د ټولنې ثبات وساتي، سوسیالیسي مساوات او عدالت دې تضمین وکړي