د نیمروز د والي دفتر مخې ته ځانمرګی بريد شوی
CMG2024/01/15 10:34:52
شريکول:

د افغانستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۴مې نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې په همدې ورځ د نیمروز د والي دفتر مخې ته ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې درې امنیت ساتونکي ټپیان شوي دي.

اعلاميه وايي، ځانمرګي غوښتل، چې د نيمروز د والي دفتر ته ځان ورسوي، خو امنيت ساتونکو موخې ته تر رسېدو وړاندې پرې ډزې کړي او بريدګر ځان پسې تړلي بمونه چاودولي، چې له امله يې درې امنيت ساتونکي ټپيان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.