د ناورو حکومت د جنورۍ په ۱۵مه رسمي اعلان وکړ چې د یو چین پېژندنې اصل به تطبیق کړي، له تایوان سره سیاسي اړیکې به پرې کړي او له چین سره به اړیکې بیا ټيڼګې کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په همدې ورځ د ناورو حکومت د دغې څرګندونې هرکلی او ستاینه وکړه.
دغه ویاند وویل، په نړۍ کې یوازې یو چین موجود دی، تایوان د چین نه جلا کېدونکې برخه ده، دا د ملګرو ملتونو د اسامبلې د ۲۷۵۸مې پرېکړې لخوا تائید شوې ده او د نړیوالې ټولنې پراخه اجماع ده. د ناورو حکومت پرېکړه وکړه چې له چین سره اړیکې بیا ټينګې کړي، له دې ښکاري چې د یو چین د پېژندنې اصل د نړیوالو له غوښتنې سره سمون لري.