ولې نړيوال د چين جوړ موټرونه خوښوي؟
CMG2024/01/15 15:07:13
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې يوه لويه بار وړونکې بېړۍ چې د چين د شان دونګ ولايت له يان تای بندر څخه يې حرکت کړی،‌ د نړيوالو پاملرنه ځان ته راخپله کړې. دا د چين لومړۍ بېړۍ ده، چې د کورنيو موټرونو د صادرولو لپاره د کورنۍ فابريکې لخوا جوړه شوې ده. دغه بېړۍ به د چين د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې له ۷۰۰۰ موټرونو څخه ډکه وي او اروپا ته به ولاړ شي، څو د اروپا د ځايي بازار اړينې غوښتنې پوره کړي. تر اوسه پورې د چین موټرونه څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو ته صادر شوي دي. د چين د موټرصنعتي ټولنې د جنورۍ په ۱۱مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې په ۲۰۲۳م کال کې د چين د موټرونو د توليد او پلور اندازې د لومړي ځل لپاره په جلا جلا توګه له ۳۰ ميليونو څخه اوښتې او په مسلسلو ۱۵ کلونو کې په نړۍ کې یې لومړی ځای نيولی دی. دا د پام وړ ده، چې د چين لخوا د صادر شويو موټرونو شمېر ۴ ميليونو او ۹۱۰ زرو ته رسېدلی، پکې ۱ ميليون او ۲۰۳ زره نوې انرژۍ کاروونکي موټرونه دي، چې يو پر څلورمه برخه يې نيولې ده.

جاپاني رسنيو ويلي، چې د موټر د صادرولو په برخه کې، چين د جاپان پر ځای په نړۍ کې تر ټولو لوی هېواد ګرځېدلی دی. د رویټرز خبري اژانس ويلي، چې چين د موټرجوړونې په برخه کې له لوی هېواد څخه په تدريجي توګه په غښتلي هېواد بدلېږي، همدا زار د موټرجوړونې نړيوال وضعيت له لوی بدلون سره مخ دی.

د امريکا د کليفونيا ايالت مشر ګاوين نيوسوم د تېر کال په اکتوبر کې له چين څخه د لیدنې په ترڅ کې د چين نوې انرژۍ کاروونکی موټر چلولی. هغه د دې موټر لوړ تخنيک ازموینه کړې او ويلي يې دي،‌ چې دا د هغه له تصور نه پورته دی او دوی به هڅه وکړي‌ څو امريکا دغه موټر وارد کړي.

د چين موټر نه يوازې ښه کيفيت او ټيټه بيه لري، بلکې په دوامدار ډول د نوښت په برخه کې پرمختګ مومي. د چين د پوهنې ملکيت حق ملي ادارې د نوې شمېرنې له مخې، د چین د نوې انرژۍ کاروونو موټرونو لومړنۍ لس لويې تصدۍ په نړۍ کې له ۱۰۰ زرو څخه زيات امتيازي حقونه لري‌. د بي وای ډي BYD په نوم د موټر تصدۍ اړوند مسئول په مرکه کې ويلي، چې تصدۍ يې د نوې انرژۍ کاروونکي‌ موټر د بشپړ صنعتي ځنځير کليدي تخنيکونه لري او په څېړنې کې یې څه باندې ۱۰۰ ميليارډه يوانه اچولي. اوس د دې تصدۍ نوې انرژۍ کاروونکي‌ موټرونه ۵۹ هېوادونو او سيمو ته استول کېږي او تېر کال په تايلند او برازيل کې د دې موټرونو پلوريزه اندازه تر ټولو لويه وه.

د چين د موټرونو صادرات نه يوازې نړۍ ته ښه کيفيت او ټيټه بيه لرونکي توکي برابروي، بلکې د واراتي سيمو اقتصاد او اړوند صنعت ته پرمختګ ورکوي. د جيلي Geely په نوم د موټر د تصدۍ يو مسئول په مرکه کې ويلي،‌ چې دغه تصدۍ په ۲۰۱۷م کال کې د ماليزيا د پروتن Proton تصدۍ ونډه وال ګرځېدلی او په دوو کلونو کې يې پروتن تصدۍ ته نوې محرکه قوه رسولې. په ۲۰۲۳م کال کې د پروتن موټرونو پلوريز شمېر د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۹.۳ سلنه زيات شوی، دا له ۲۰۱۲م کال راهيسې د پروتن تر ټولو ښه برياليتوب دی. د پروتن موټرونو پلوريزه اندازه په مسلسلو پنځو کلونو کې د ماليزيا په بازار کې دوهم ځای نيولی دی.   

په عين وخت کې، د چین نوې انرژۍ کاروونکي موټرونه د بېلابېلو هېوادونو د صنايعو د زرغون کېدو لپاره قوت برابروي. د چین د زرغون تجارت د پرمختګ راپور (۲۰۲۲) وایي، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چين د زرغون تجارت اندازه ټريليونونو ډالرو ته رسېدلې، چې د زرغون تجارت په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد ګرځېدلی دی. د چين د نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو توليدي او پلوريزې اندازې په مسلسلو اتو کلونو کې د نړۍ لومړی ځای نيولی دی.

د سويس د بانک اتحادیې UBS د تازه وړاندوينې له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې د چين د موټرجوړونې تصدۍ به د نړۍ نورو هېوادونو ته ۵ ميليونه موټرونه وپلوري، پکې اکثره اخيستونکي به د جنوب ختيځي اسيا په شمول د پرمختيايي هېوادونو خلک وي. دا به د موټرونو د صادراتو د لوی هېواد په توګه د چين مقام لا ټينګ کړي او چين به بېلابېلو هېوادونو ته نور زیاتې ګټې او فرصتونه برابر کړي.