د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۴مې نېټې د ډنمارک نوي پاچا لسم فريډريک ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، د چين او ډنمارک پر اړيکو ۷۴ کالونه اوښتي، چې په درشل کې يې په بېلا بېلو برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري او د خلکو تر منځ يې دوستي هم ورځ تر بلې ژوره شوې ده.
نوموړي ويلي، هغه د چين او ډنمارک ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او هيله يې ښودلې، له پاچا فريډريک سره د دواړو هېوادونو هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ لا ژورې کړي او خپلو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.
شي جين پينګ په همدې ورځ د ډنمارک پخوانۍ ملکې دوهمې مارګريت، چې له خپلې دندې او مقام يې استعفا ورکړې، نيکې هيلې او پېرزوینې وړاندې کړې دي.
(ژباړه: شکريه)