ترکيې په عراق او سوريې کې ۶۴ کردي وسله وال وژلي
CMG2024/01/15 10:02:40
شريکول:

د ترکيې ملي دفاع وزارت د جنورۍ په ۱۴مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې له تېرو څو ورځو راهيسې د عراق او سوريې په شمال کې پر ميشتو کردي وسله والو پراخ پوځي عمليات تر سره کړي او لږ تر لږه ۶۴ کردي وسله وال يې وژلي دي.

اعلاميه وايي، ترکي ځواکونو څو سختو بريدونو کې د عراق په شمال کې ۴۸ او د سوريې په شمال کې ۱۶ کردي وسله وال وژلي دي.

د شنونکو په نظر، ترکيې ياد پوځي عمليات ظاهراً د کرديانو هغه بريد ته په ځواب کې تر سره کړي، چې له امله يې څو ورځې دمخه ۸ ترکي پوځيان وژل شوي وو.