د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په ۱۴مې نېټې د عرب ليګ له سرمنشي احمد ابوالغيط سره ليدلي او د فلسطین او اسرائیل تر منځ د روانې شخړې په اړه يې د نظريو ژورې تبادلې کړي او يوې ګډې اجماع ته رسيدلي دي.
۱ـ فلسطين او اسرائيل دې سمدستي او هراړخیز اوربند وکړي او په بشپړه او اغېزمنه توګه دې د غزې وضعيت او د روانې شخړې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او عمومي اسمبلۍ پرېکړه ليکونه پلي کړي.
۲ـ نړیواله ټولنه دې په غزې کې د وضعیت د سړېدو او اوربند ته د رسېدو په پار فعال ګامونه پورته کړي.
۳ـ هر هغه ترتیب چې د فلسطین راتلونکې او برخلیک ورپسې تړلی وي، باید فلسطینيان يې په خپلې خوښې مخ ته يوسي.
۴ـ د " دوه دولتونه " لايحه د غزې تړانګې او د اردن سيند لوېدیځې غاړې (د ختیځ بیت المقدس په ګډون) کې د فلسطینيانو د برخلیک اساس جوړوي.
۵ـ نړيواله ټولنه دې د فلسطین مسئلې د هراړخیز، عادلانه او دايمي حل لپاره عملي او اغېزمنې هڅې وکړي.
۶ـ ټولې خواوې دې د سور سمندر وضعيت ته ډېره پاملرنه وکړي، د يمن ملي حاکميت او د خاورو تماميت ته دې درناوی ولري او د سور سمندر د نړيوالو سوداګريزو لارو خونديتوب دې تضمين کړي.
۷ـ نړيواله ټولنه دې ډېر ژر د فلسطين مسئلې په اړه ټولګډونه سوله ييزه غونډه جوړه کړي.
(ژباړه: شکريه)