د يمن د حوثيانو تر کنټرول لاندې المسیله ټلویزیون د جنورۍ په ۱۴مې نېټې خبر ورکړی، چې امريکا او بريتانیې په همدې ورځ د حوثيانو تر کنټرول لاندې پر حدیده ښار هوايي بریدونه کړي، چې له امله يې د حدیده په شمال غرنۍ سیمه زیانمنه شوې ده.
خبر وايي، د امریکا او بريتانیې جنګي الوتکې اوس هم د ښار شاوخوا دورې وهي.
د حديده ولايت لپاره د حوثي وسله والې ډلې مرستيال والي علي احمد کاشعل په ۱۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د امريکې او بريتانيې بې پيلوټه څارګرو الوتکو په ۱۳مې نېټې له سهاره تر ماښامه پر حديده ښار دورې وهلې دي.
(ژباړه: شکريه)