د چين خارجه وزير وانګ يي د جنورۍ په ۱۴مې نېټې د مصر په پلازمېنې قاهرې کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير سامح شکري سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو او د سیمې او نړۍ د حالاتو په اړه ورسره غږیدلی دی.
نوموړي خبري رسنيو ته غزې د اوسني وضعيت په اړه ويلي، چې په غزې کې د شخړې په سختېدو سره ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې، جدي بشري ناورينونه يې راپورته کړي او منفي اغېزې يې د خپرېدو په حال کې دي.
وانګ يي ويلي، چې هېواد يې رغنده دريځ او عادلانه لوری نیولی، له عربي او اسلامي هېوادونو سره په غزې کې د اوربند او تاوتريخوالي د بندولو لپاره يې کار کړی، د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره يې پوره کوښښونه کړي او د فلسطین مسئلې د هراړخيز، عادلانه او دوامدار حل لپاره يې هلې ځلې کړې دي.
نوموړي په څو ټکو کې د غزې د اوسنۍ شخړې په اړه د چين دريځ په ډاګه کړی دی:
۱ـ په غزې کې اوربند او د جګړې پای ته رسول تر ټولو مهم لومړیتوب دی.
۲ـ غزې ته د بشري مرستو رسول یو بیړنی مسؤلیت دی.
۳ـ د غزې راتلونکی باید د فلسطین د خلکو په ارادې ترسره او باید بشپړ درناوی ورته وشي.
۴ـ د فلسطین مسئلې د عادلانه حل یوازینۍ لار " دوه دولتونه " لايحه ده، چې باید جدي پلې شي.