وانګ يي د سور سمندرګي د شخړو په اړه د چين دریځ څرګند کړ
CMG2024/01/15 10:52:58
شريکول:

د چين خارجه وزير وانګ يي د جنورۍ په ۱۴مې نېټې د مصر په پلازمېنې قاهرې کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير سامح شکري سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو او د سیمې او نړۍ د حالاتو په اړه ورسره غږیدلی دی.

وانګ يي خبري رسنيو ته په سور سمندرګي کې وروستی وضعيت ترينګلی بللی او په دې اړه يې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي سور سمندرګی د مالونو او انرژۍ لپاره مهمه سوداګريزه لاره ياده کړې او له ټولو خواوو يې غوښتي، چې پر ملکي بېړیو د بریدونو په شمول تاوتريخجن اقدامات پای ته ورسوي او د تولید او غرضې نړیوالو ځنځيرونو او نړیوالې سوداګرۍ نظم دې وساتي.

وانګ يي باور ښودلی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به کوم هېواد ته اجازه ور نه کړي، چې پر يمن بريد او له ځواک څخه کار واخلي او په خبره يې، کوم هېواد او ډله باید په سور سمندرګي کې تاوتريخوالی جوړ نه کړي او په سیمې کې د خطرونو له ډېرولو بايد ډډه وکړي.

نوموړي زياته کړې، په سور سمندرګي کې اوسنی کړکېچن وضعيت د دې څرګندويي کوي، چې د غزې د شخړې اغېزې پراخې شوې دي او په خبره يې، د نړيوالې ټولنې پر وړاندې اوسنۍ بېړنۍ دنده دا ده، چې په غزې کې د روانې شخړې د پای رسېدو لپاره لاس په کار شي او د شخړې د لا پراخېدو مخه ونيسي.