چين او مصر د فلسطين مسئلې په اړه ګډه اعلاميه خپره کړه
CMG2024/01/15 15:02:16
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۱۴مې نېټې له مصر څخه په لېدنې کې د دغه هېواد له خارجه وزير سامح حسن شکري سره کتلي او د خپلمنځي اړيکو او د سیمې او نړۍ د حالاتو په اړه ورسره غږیدلی دی.

دواړو سیالانو د غزې د روان کړکېچ په ګډون د فلسطين او اسرائيل تر منځ د شخړې د اړينو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې کړي او په څو ټکو ګډې اجماع ته رسيدلي دي.

۱ـ فلسطين او اسرائيل دې سمدلاسه او هراړخيز اوربند وکړي، له هر ډول تاوتريخوالي او وژنو څخه دې لاس واخلي او پر عامو وګړو او ملکي تاسيساتو بريدونو ته دې د پای ټکی کيږدي.

۲ـ په غزې تړانګې کې بشري وضعيت د اندېښنې وړ او حالات يې ورځ تر بلې سختيږي او د غزې اوسېدونکو پر وړاندې يې سخت کړاوونه راپورته کړي دي.

۳ـ چين او مصر پر نړيوالې ټولنې او بسپنه ورکوونکو غږ کوي، چې د فلسطين واکمنې ادارې ته هر ډول مرستې برابرې کړي.

۴ـ چين او مصر د سور سمندر وضيعت تر نظر لاندې نېولی او د سيمې حالات او د غزې شخړه له نژدې څاري.

۵ـ نړيواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو له اړوندو پرېکړه ليکونو سره سم د دوو دولتونو لايحه پلی کړي او همدغه لايحه دې د فلسطين او اسرائيل تر منځ د ګډ ژوند د رامنځته کولو سياسي بنسټ وبولي.

(ژباړه: شکريه)