د مصر ولسمشر د چين له خارجه وزير وانګ يي سره وکتل
CMG2024/01/15 10:01:17
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتح السيسي پر ځايي وخت د جنورۍ په ۱۴مې نېټې په پلازمېنې قاهرې کې د چين له خارجه وزير وانګ يي سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو ورسره غږيدلی دی.

ولسمشر السيسي د مصر له اقتصادي او ټولنيز پرمختګه د چين له پراخ ملاتړ څخه مننه کړې او په خبره يې، مصر له چين سره خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، له چين سره لا نژدې همکاريزې اړيکې وپالي او د همکاريو ساحې يې پراخې کړي. نوموړي څرګنده کړې، چيني تصديو د مصر د ابادۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره ستر خدمتونه کړي او د پانګونې په موخه يې د لا زياتو تصديو هرکلی کړی دی.

د چين خارجه وزير وانګ يي له دې امله له مصر څخه مننه کړې، چې پر نړيوال سټېج د چين د دريځ پلوي کوي او ويلي يې دي، هېواد يې هم د مصر د ولسمشر ټينګ ملاتړ کوي، چې د مصريانو په مشرۍ له خپلو ملي واقعيتونو سره سمه ځانګړې پرمختيايي لاره غوره او له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت کوي، خپل ملي حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې ساتي، خپلواکې ډيپلوماتيکې تګلارې پلې کوي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې مهم رول لوبوي.

وانګ يي دا هم ويلي، چې مصر د کمربند او لارې ګډې ابادۍ ته مثبت غبرګون ښودلی او دغه چاره يې ستايلې ده او په خبره يې، چين به د مصر د پرمختګ او سمسورتيا په بهير کې يو دايمي او وفادار ستراتيژيک همکار وي.