لي چیانګ د سویس زوریچ ته ورسېد
CMG2024/01/15 10:38:02
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ د جنورۍ په ۱۴مې نېټې په ځانګړې الوتکې کې د سويس د زوریچ نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلی او له دغه هېواد څخه یې رسمي لېدنه پيل کړې ده.

لي چیانګ سویس ته د نړیوال اقتصادي فورم د بنسټ ايښودونکي او اجرائیوي رئیس کلاوس شواب، د دغه هېواد د فدرالي رئیسې ویولا امهرد او د ایرلنډ د لومړي وزیر لیو واردکر په بلنې تللی او په هوايي ډګر کې د ویولا امهرد په شمول ګڼو مشرانو يې تود هرکلی کړی دی.

لي چیانګ رسنيو ته ويلي، چین غواړي له سویس سره یو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې لارښوونې تطبیق کړي، خپلمنځي سیاسي متقابل باور پياوړی او د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ ورسره ژورې کړي.

نوموړي ويلي، هېواد يې په اروپايي چارو او نړیوال ډګر کې د سویس مهم رول ته پاملرنه کوي او غواړي له نړیوالو ننګونو سره د مقابلې په پار له دغه هېواد سره نږدې همغږي او همکارۍ وساتي.