د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ په ۲۰۱۳م کال کې په لومړي ځل له چين څخه لېدنه وکړه او بېجينګ په همدې کال کې يادې کمېټې ته د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو غوښتنليک وړاندې کړ.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې له مقر څخه لېدنه وکړه.
د توماس باخ په نظر، رئيس شي جين پینګ يو سپورتي کارپوه دی او هغه سپورټ د ټولنې لپاره ډېر مهم بولي..
شي جين پینګ د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د غوښتنليک له وړاندې کولو نه مخکې اراده ښودلې وه، چې چين به د دغو لوبو د ترسره کولو په درشل کې ۳۰۰ ميليونه چينايان وهڅوي، چې په يخ لوبو کې ګډون وکړي.
په چين کې اوس د یخ او واورو لوبې مروجې شوې دي.