په اکوادور کې د تاوتریخوالي د جوړولو په تور تر ۱۵۰۰ زيات کسان نیول شوي
CMG2024/01/16 14:37:00
شريکول:

د ايکوادور ولسمشرۍ دفتر د جنورۍ په ۱۵مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د روانې مياشتې له ۹مې نېټې راهیسې په "داخلي وسله وال تاوتریخوالي" کې د لاس لرلو په تور ۱۵۲۴ کسان نيولي، چې په دوی کې ۱۵۸ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي دي.

خبر وايي، د اکوادور امنیتي ځواکونو د روانې مياشتې له نهمې نېټې راهیسې تر ۱۵۰۰۰ ډېر عملیات کړي او ۴۱ ترهګرې ډلې یې په نښه کړې دي، چې په ترڅ کې یې ۵ ترهګر وژل شوي او ګڼ شمېر ټوپکونه او چاقوګان د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

تر اوسه امنیتي ځواکونو په بېلابېلو زندانونو کې د بندیانو له خوا نیول شوي ۲۰۱ یرغمل خوشي کړي دي.