امريکايي ځواکونو د حوثيانو يو کروز توغندی شنډ کړی
CMG2024/01/16 09:47:02
شريکول:

امريکا د جنورۍ په ۱۴مې نېټې اعلان کړی، چې ځواکونو يې د سور سمندرګي سيمه کې د حوثيانو يو کروز توغندی شنډ کړی دی.

د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې حوثيانو د يمن پر وخت د ۱۴مې نېټې په ماسپښين له خپلې کنټرولونکې سيمې څخه د سور سمندرګي په جنوب کې د امريکا پر يوې پوځي بيړۍ کروز توغندی ويشتلی، خو جنګي الوتکې يې ور شنډ کړی دی.

په اعلاميې کې د ځاني او مالي زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.