د عراق په شمال د کردانو کورواکې سيمې په مرکز اربېل ښار کې د جنورۍ د ۱۵مې نېټې په شپه د سختو چاودنو اوازونه اورېدل شوي دي.
د کردانو کورواکې سيمې د امنيت ادارې يوې سرچينې رسنيو ويلي، چې د دغه ښار په شمالي ورڅېرمه کې د جنورۍ د ۱۵مې نېټې په شپه د توغنديو بريدونه او لږ تر لږه ۶ چاودنې شوې دي. د ابتدايي پلټنې له مخې، د چاودنو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي.
د عراق مرکزي حکومت او د کردانو د کورواکې سيمې حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ايران رسمي خبري رسنيو ويلي، چې د اسلامي انقلاب ګارډ د يادې سيمې د جاسوسانو پر مرکز توغنديز بريدونه کړي دي.