د ډيموکراتيکې کوريا مرکزي خبري اژانس د جنورۍ په ۱۶مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لوړ پوړي ولسي کانګرېس تېره ورځ پرېکړه کړې، چې د وطن د سوله ييز يووالي کمېټې او د کومګانګ غر د نړيوالو سيلانيزو چارو ادارې په شمول د ډيموکراتيکې کوريا او کوريا جمهوريت ترمنځ د چارو يو لړ ارګانونه به منحل کړي.
خبر وايي، ډيموکراتيکې کوريا له تېرو ۸۰ کلونو راهيسې د يو ملت، يو هېواد او دوو سياسي نظامونو پر بنسټ د وطن د يووالي تګلاره جوړه او پلې کړې، خو کوريا جمهوريت برعکس د سياسي نظامونو د يووالي په موخه خپله تګلاره ټاکلې ده، چې په داسې حال کې د وطن يووالی هېڅکله نشي تر سره کېدای.