چین میډیا ګروپ د جنورۍ په ۱۵مې نېټې د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر د نمانځنې په پار د ماښامنۍ هنري نندارې لومړی تمرین ترسره کړی دی.
په دغې نندارې کې د سندرو او نڅاوو، اوپرا، ټوکو ټکالو او تمثیلي ټوټو په شمول ډول ډول نمایشونه د نوښتي ټکنالوژۍ په مټ نندارچیانو ته ښودل شوي دي.
دغه ننداره په خوشحاله فضا کې ترسره شوې او ټولو نندارچیانو ته پکې نيکې او پېرزوينې ډالۍ شوې دي.