د اقتصاد نړيوال فورم د ۲۰۲۴م کال پنځه ورځنۍ غونډه د جنورۍ په ۱۵مې نېټې د سويس په داووس کې د باور د بيا جوړولو په عنوان پېل شوې ده.
په دغې غونډې کې د ۱۲۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۸۰۰ استازو ګډون کړی، چې پکې لږ تر لږه ۶۰ دولتي يا حکومتي مشران هم شامل دي.
د غونډې ګډونوال به د نړۍ د اقتصادي پرمختګ، اقليمي بدلون او د چاپېريال ساتنې په ګډون د مهمو ټکو په اړه ژور بحثونه وکړي او د اړوندو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به وهڅوي.
ګډونوال به په دغې ۵ ورځنۍ غونډې کې سلګونه ډاګيزې او خصوصي غونډې او ډيالوګونه ترسره کړي او د نړيوال پرمختګ پر وړاندې شته مسئلو ته به د حل لارې پيدا کړي.
(ژباړه: شکريه)