قيس سعيد د چين له خارجه وزیر وانګ يي سره وکتل
CMG2024/01/16 10:30:22
شريکول:

د تونس ولسمشر قيس سعيد د جنورۍ په ۱۵مې نېټې د دغه هېواد په پلازمینې تونس ښار کې د چين له بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

قیس سعيد له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې تونس به د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې فعال ګډون ولري، د چين له برياليو تجربو څخه به زده کړه وکړي او په خپلې ځانګړې لارې به د هېواد عصري کېدو ته وده ورکړي.

نوموړي ويلي، هېواد يې د يو چين پېژندنې اصل ته درناوی لري او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ٢٧٥٨م پرېکړه ليک پر بنسټ به مخ ته ولاړ شي او له چين څخه ملاتړ کوي، چې په سیمې کې خپل قانوني حاکميت وساتي.

وانګ يي د چين د اصلي ګټو او سترو چارو په اړه د تونس له ملاتړ څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې هېواد يې د تونس د حاکميت، خپلواکۍ او ملي شرافت د ساتلو او خپلو ملي شرايطو ته په کتو د پرمختيايي لارې د پيدا کولو او د خپلواکو اصلاحاتو له بهیره ټينګ ملاتړ کوي.

وانګ يي ويلي، چین به له تونس سره سياسي متقابل باور پياوړی کړي، په بېلا بېلو برخو کې به ورسره همکارۍ ژورې او د خپلمنځي پرمختګ بهير به ورسره چټک کړي.

وانګ يي په همدې ورځ د تونس له بهرنيو چارو وزير نبیل کاروي سره هم کتلي دي.