شي جين پینګ د واليانو او وزيرانو د پولي چارو د باکیفیته پرمختګ مباحثوي ټولګي ته وینا وکړه
CMG2024/01/16 16:55:47
شريکول:

د چين د واليانو او وزيرانو د پولي چارو د باکیفیته پرمختګ مباحثوي ټولګی د جنورۍ د ۱۶مې په سهار د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په ګوندي ښوونځي (د حکومتوالۍ ملي اکاډمۍ) کې پرانیستل شو.

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جين پينګ د دغه ټولګي پرانیستونکو مراسمو ته وینا کړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې د چین ځانګړتیا لرونکو پولي چارو کې د عصري پولي چارو هغه اصول باید په نظر کې ونيول شي، چې د چین له حالاتو سره سمون او د لوېديځو هېوادونو د پولي چارو له بڼې سره بنسټيز توپیر لري.

نوموړي په اشارې ویلي، چې مونږ باید د خپلو پولي چارو پر پرمختګ زيات باور ولرو او پر خپلې لارې باید ټينګار وکړو.