په سوډان کې د کورنۍ شخړې له امله ۷ ميليونه او ۴ سوه زره کسان بې کوره شوي
CMG2024/01/16 10:47:36
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د جنورۍ په ۱۴مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په سوډان کې د ۹ مياشتنۍ شخړې له امله ۷ ميليونه او ۴ سوه زره کسان بې ځايه شوي دي.

اعلامیه وايي، د سوډان په مرکز خرطوم او ختيځو سیمو کې د وسله والو او د چټک ملاتړ ځواکونو تر منځ جګړې زور اخيستی دی او شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې تېره میاشت د کډوالو شمېر له ۶۱۰ زرو څخه پورته و.

په سوډان کې د کډوالو د زياتوالي له امله بشري اړتياوې هم زياتې شوي او دغه راز د انټرنيټي او مخابراتي خداماتو، پانګو او پرسونلونو د کمښت له امله مرستندويه چارې هم له ستونزو سره مخ شوې دي.