ګوټرېش پر نړيوالې ټولنې بيا غږ کړی، چې په غزې کې سمدستي اوربند ته لاره هواره کړي
CMG2024/01/16 09:48:05
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د جنورۍ په ۱۵مې نېټې يو ځل بيا غوښتنه کړې، په غزې تړانګې کې بايد سمدستي بشري اوربند ترسره شي.

ګوټرېش په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې خبري رسنيو ته ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد سمدلاسه په غزه کې بشري اوربند ته لاره هواره کړي، څو په دغې تړانګې د ملکي وګړو بې سارې مرګژوبله او بشري بحران پای ته ورسيږي او د بنديانو او په ټولې سيمې کې د ترينګلو حالاتو د پراخېدو مسئلې حل شي.

نوموړي دا هم ويلي، چې هغه په غزې تړانګې کې اوسنی بشري حالت په ليکلو او خبرو نشي بيانولای او د بشري ژغورنې کارونه اوس له زياتو خنډونو سره مخ دي.

ګوټرېش پر مختلفو خواوو غږ کړی، چې نړيوال بشري قانون مراعات کړي، ولسي خلک خوندي وساتي او د دوی بنسټيزې اړتياوې تضمين کړي.