له شي جین پینګ سره لېدنه/ د هغه خبرو را باندې اغېزه کړې
CRI2024/01/18 08:00:00
شريکول:

رئيس شي جين پینګ د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ په ۱۸مې نېټې په ژنيو کې د ملګرو ملتونو يوې غونډې ته د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په پار مهمه وينا وکړه او نړۍ يې تود هرکلی وکړ.

د رئيس شي جين پینګ خبرو پر عثمان هم ډېره اغېزه کړې ده.

رئيس شي جين پينګ اووه کاله مخکې ويلي، که کور موجود وي، څوک به بې کوره شي؟

عثمان وايي، د رئيس شي جين پینګ دغه خبره راته د سوماليايانو د بې ځايه کېدو تاريخ یادوي او همدوی د سولې او خونديتوب پر ارزښت ښه پوهيږي.

رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۴م کال د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، چې مونږ غواړو له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د انسانانو د برخليک او نيکمرغۍ لپاره د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو او او يوه ښکلې نړۍ اباده کړو.

عثمان وايي، رئيس شي جين پینګ د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوي.

 کله چې هغه له زړو کسانو سره روغبړ کوي، نو خپل نيکه مې راياديږي.

 عثمان په ۲۰۲۱م کال کې له ملګرو سره يو ځای رئيس شي ته پيغام وليږه او څه موده وروسته يې ځوابي پيغام ترلاسه کړ او په خبره يې، داسې احساس کوي، چې رئيس شي جين پینګ په چين کې ټولو ميشتو بهرنيو او چينایانو ته پاملرنه کوي.

زمونږ په هېواد کې یو متل دی ( څوک چې مالومات ترلاسه کوي، نو مسئلې هم حلولی شي)