د چين صدراعظم لي چيانګ د جنورۍ د ۱۶مې نېټې په شپه د ايرلنډ پلازمېنې دوبلين ته رسېدلی او له دغه هېواد څخه يې رسمي لېدنه پېل کړې ده.
نوموړی دوبلين ته د ايرلنډ د صدراعظم ليو وارادکار په بلنه تللی دی.
لي چيانګ ويلي، چين او ايرلنډ د پرمختګ ګډ نظرونه او ګډې ګټې او خپلمنځي اړيکې او پرمختګ يې پراخ راتلونکی لري.
چين غواړي له ايرلنډ سره يو ځای د دواړو مشرانو شوې هوکړې عملي کړي، خپلمنځي متقابلو ګټو او ستراتيژيکو همکاريو ته يې پرله پسې پرمختګ ورکړي او دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسوي.