پاکستان او عراق د ایران بريدونه په کلکو ټکو غندلي
CMG2024/01/17 14:32:39
شريکول:

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ایران سختو ټکو غندلی او ويلي يې دي، چې ايراني ځواکونو يې پر هوايي قلمرو تېری کړی او پاکستانيانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

اعلاميه وايي، ايران د پاکستان پر هوايي قلمرو تيری کړی او دغه کړنه يې له منلو پورته ياده کړې او ويلي يې دي، چې ښايي جدي پایلې ولري.

ايراني ځواکونو په پاکستان کې بريد کړی، چې له امله يې ۲ ماشومان وژل شوي او ۳ نجونې ټپيانې شوې دي.

اعلاميه وايي، که څه هم پاکستان او ايران تر منځ ارتباطي چينلونه شته، خو بيا هم ايران غیرقانوني عمل تر سره کړی دی.

پاکستاني چارواکو د ايران د بهرنيو چارو وزارت جګپوړو چارواکو ته سخت احتجاج څرګند کړی او په اسلام اباد کې يې د ايران شارژدافير هم  احضار کړی دی.

پاکستان ويلي، ايران باید د دغې غيرقانوني کړنې پايلې پرغاړه واخلي.

د عراق د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ هغه بريدونه په کلکو ټکو غندلي، چې د روانې مياشتې د ۱۵مې نېټې په ماښام يې د دغه هېواد د کرد کورواکې سيمې پر مرکز ايربيل ښار کړي دي.

عراق د ايران دغه کړنه د عراقيانو ژوند او خونديتوب ته تهديد یاد کړی او هم يې پر خپل ملي حاکميت تېری بللی دی.

عراق ويلي، دوی به له قانون سره سم د ايران د دغې کړنې پر وړاندې اقدامات وکړي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته به ترې شکایت وکړي.

(ژباړه: شکريه)