ملګري ملتونه: د ماشومانو لپاره خوندي او عادلانه نړۍ اباده کړئ
CMG2024/01/17 14:11:46
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د جنورۍ په ۱۵مې نېټې کلنی راپور خپور کړی او له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې پکې غوښتنه کړې، چې د همکاريزې روحیې پر بنسټ د ماشومانو لپاره خوندي او عادلانه نړۍ اباده کړي.

د ملګرو ملتونو ماشومانو صندوق خپل کلنی راپور« په ۲۰۲۴م کال کې د ماشومانو حالت: په پاشلې نړۍ کې همکاري پیاوړې کېږي» په عنوان خپور کړی دی.

راپور وايي، په نړۍ کې د شخړو او ناثابت اقتصاد له امله به ماشومان له دوامدار تاوتریخوالي او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وي

 د لویو هېوادونو تر منځ د سیاليو زیاتوالی ممکن د زیاتو جګړو سبب وګرځي او دا په مستقیم ډول د ماشومانو خوندیتوب او حقونه ګواښي.

راپور زياتوي، تاوتریخوالی او جګړې یوازې ماشومان نه زیانمنوي، بلکې د روزنې، روغتیا او تغذیې په شمول پر ډېرو  سرچينو هم بد سیوری غوړوي.