۲۰۲۳م کال کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۵.۲ سلنه زياتوالي موندلی
CMG2024/01/17 14:20:57
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۱۷مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د ملي اقتصادي د وضعيت په پار مطبوعاتي غونډه ترسره کړې ده.

د ابتدايي احصائيې له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۱۲۶ ټريليونه، ۵۸ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۲م کال په نسبت ۵.۲ سلنه زياتوالی ښيي.

احصائيه ښيي، ۲۰۲۳م کال کې د چين په کرنيزو چارو کې د توليدي ارزښت زياتوالی ۸ ټريليونه، ۹۷۵ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه يوانو ته رسېدلی، چې دا د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۴.۱ سلنه زياتوالی ښيي او په صنعتي چارو کې د توليدي ارزښت زياتوالی ۴۸ ټريليونه، ۲۵۸ ميليارډه او ۹۰۰ ميليونه يوانو ته رسېدلی، چې دا بيا د ۲۰۲۲م کال په نسبت۴.۷ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۳م کال لپاره د چين په خدمتي چارو کې د توليدي ارزښت زياتوړالی ۶۸ ټريليونه، ۸۲۳ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۲م کال په مقايسه ۵.۸ سلنه زياتوالی ښيي.

د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ، دوهمې، درېيمې او څلورمې ربعې کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت د ۲۰۲۲م کال په نسبت په جلا جلا ډول ۴.۵ سلنه، ۶.۳ سلنه، ۴.۹ سلنه او ۵.۲ سلنه زياتوالی موندلی، چې د څلورمې ربعې ياد ارزښت د درېيمې ربعې په نسبت ۱ سلنه زيات دی.

(ژباړه: شکريه)